افغانستان ته د مړي(میت) لېږدول

که په ایتالیا کې د افغانستان یو تبعه مړ شي او کورنۍ یې وغواړ‎ي د هغه مړی (جسد) افغانستان ته ولیږدوي، سفارت په دې تړاو یو ملاتړ کوونکي مکتوب صادروي او د لېږدونې په برخه کې د اړوندو بنسټونو د همکارۍ غوښتنه کوي، چې د ترانزیټ هېوادونه او د افغانستان هوايي ډګرونه پکې شاملیږي. په ایتالیا کې د چارواکو د غوښتنې په صورت کې د هغه افغان د مړي (جسد) د لېږدونې لپاره چې وارثین یې نه وي، سفارت ورته ملاتړ کوونکی مکتوب صادروي، تر څو په ښه توګه د لېږدولو له بهیر څخه ډاډ ترلاسه شي.

 مهرباني وکړئ لاندی مالومات او لارښوونې په ځير سره ولولئ:

  •  برېښنالیک: د ایتالیا هېواد اړوند چارواکي او یا د وفات شوي شخص کورنۍ کولای شي په دې پته: This email address is being protected from spambots. You need JavaScript enabled to view it. سفارت ته برېښنالیک ولېږي او د ملاتړکووني مکتوب غوښتنه ترې وکړي او که چېرې مناسبه وي، د هغو کسانو نومونه چې غواړي د وفات شوي له جنازی سره یوځای افغانستان ته سفر وکړي، ذکر کړي. باید د برېښنالیک سره اړین سندونه هم مل وي .
  •   د اړتیا وړ سندونه:
    (‌أ) د وفات شوي شخص د تذکرې یا پاسپورټ کاپي.
    (‌ب) د مړینې وثیقه، چې د اړوندو چارواکو لخوا صادره شوي وي.
    (‌ج) د وفات په وثیقه کې، (۱) د وفات شوي شخص په اړه (۲) د هغه مور او پلار، اولادونو او ښځې/مېړه په اړه، (۳) د مړینې لامل او روغتیایی حالت په اړه، (۴) د خبر ورکوونکي نوم، پتې او هغه سره د اړیکې یا خپلوۍ په اړه مالومات موجود وي.
    (‌د) له ځايي روغتیايي مرکز څخه تصدیق لیک، دا سند تصدیقوي، چې د وفات شوي د مړي لېږدونه، هېوادونو او وګړو ته روغتیايي ګواښونه نه رامنځته کوي.
    (‌ه) د محافظتي موادو تصدیق چې پر مړي (جسد) باندې د نه خرابېدو په خاطر کارول کېږي.
    ۴ - لګښت: سفارت دغه خدمتونه په وړیا توګه وړاندې کوي:

  • - کړنلاره (طرزالعمل): کله چې سفارت برېښنالیک یا د پوستي له لارې استول شوي ټول سندونه، ( لکه پورته یې چې یادونه وشوه)، ترلاسه کړي، په هماغه ورځ به یو ملاتړکوونکی مکتوب صادرېږي. که بېرته ستنېدونکی یو پاکټ سفارت ته ورکړل شوی وي، نو سفارت د مکتوب سکن شوې کاپي، د برېښنالیک یا پوستې له لارې استوي.