د مسئولیت نه لرلو تصدیق:

سفارت د مسئولیت نلرلو د غوښتنلیکونو بهیر د لاندې وګړو لپاره اجرأ کوي:
(۱) د افغانستان اتباع چې په ایتالیا کې ژوند کوي، (۲) بهرني اتباع چې په ایتالیا کې ژوند کوي او په افغانستان کې یې کار یا ژوند کړی دی.

‌  د افغانستان اتباع

 د افغانستان ټول اتباع باید لاندې مالومات او لارښوونې په ځير سره ولولي:

  • . لازم سندونه :
    (الف) غوښتنلیک یا عریضه: یو افغان غوښتونکی باید د دې سفارت په پته یوغوښتنلیک ولیکي او هغې کې (ا) د اړتیا وړ خدمتونه (ب) پېژندنه یا هویت (نوم، د پلار نوم، د زېږېدنې نيټه او ځای)، (ج) اوسنۍ پته، او(د) د اړیکو شمېره شامل کړي.
    (ب) د غوښتنلیک فورمه: یو افغان غوښتونکی باید دا فورمه په انګلیسی او دري یا پښتو ژبو ډکه کړي.
    (ج) د ګوتو نښې: د لسو واړو ګوتو نښې به په ځانګړې فورمه کې واخیستل شي. د ګوتو د نښو فورمه ډانلوډ کړئ.
    (د) د پاسپورټ کاپي ( د افغانی او ایتالیایی پاسپورټ)
    (ه ) د تذکرې کاپي: یو افغان غوښتونکی باید د خپلې تذکرې یوه کاپي وسپاري.
    که غوښتونکی تذکره ونلري، باید د خپلو نَسَبي خپلوانو، لکه پلار، نیکه، خور، ورور، تره، عمه او د تره زامنو یا لوڼو، د تذکرې کاپي سفارت ته وسپاري.
    (و) دایتالیا استوګنې د جواز کاپي.
    (ز) د چټک لیک پاکټ/ راجسټر شوی پاکټ، چې راستنیزه پته پرې لیکلې وي: له غوښتونکو یا عریضه کوونکو څخه غوښتنه کیږي، چې یو د چټک لیک پاکټ/ راجسټر شوی پاکټ چې د هغو راستنیزه پته پرې لیکل شوې وي، په خپلو سندونو کې چې د پوستې له لارې یې استوئ، ورزیات کړي‎. له دې پاکټ پرته، سفارت نشي کولای ستاسو سندونه بېرټه تاسو ته در واستوي.
    کړنلاره (طرزالعمل): هیله ده په پام کې مو وي، چې دا په څو ادارو پورې اړوند کار دې او وخت پرې لګيږی.
    (‌أ) هرکله چې سفارت د پوستې له لارې د استول شوي سندونه ترلاسه کړي، د پړوانو بشپړېدو بهیر یې یوه کاري اونۍ نیسي او بیا یې د بهرنیو چارو وزارت ته استوي، په دې شرط چې اړین سندونه بشپړ شوي وي.
    (ب) د بهرنیو چارو وزارت، سندونه نورو اړونده بنسټونو ته د پړاونو د بشپړولو لپاره لېږي.
    (ج‌) له اړوند بنسټونو څخه د ځواب ترلاسه کولو وروسته، د بهرنیو چارو وزارت پایلې له سفارت سره شریکوي.
    (د‌) وروسته تر هغه چې سفارت د مسئولیت نلرلو یا عدم مسئولیت فورمه د بهرنیو چارو له وزارت څخه ترلاسه کړي، د سفارت لخوا به د مسئولیت نلرلو یو تصدیق صادر او د پوستې له لارې به غوښتونکي ته استول شي. (دا ډېره مهمه ده چې ټول غوښتونکي په لومړنیو پوستي سندونو کې د چټک لیک پاکټ (راجسټر شوی پاکټ چې راستنیزه پته پرې وي)، شامل کړي او سفارت ته یې واستوي.)

  په ایتالیا کې بهرني استوګن اتباع

ټول هغه غوښتونکي، چې افغانان ندي، باید لاندې مالومات او لارښوونې په ځیر سره ولولي:
سفارت د هغو د سندونو په تړاو، چې د پوستې رسولوپه بهیر کې خرابېږي او ورکېږي، هېڅ ډول مسئولیت نلري ، سپارښتنه کیږي، چې خپل سندونه د راجسټرشوې پوستې له لاری راولیږئ. مهرباني وکړئ د خپلو سندونو بیرته درلیږلو لپاره یو اضافي پاکټ راولېږئ.
۱ . د لېدنې وخت: کولای شئ په انلاین ډول یې ویب سایټ له لارې ونیسئ.
۲ . د اړتیا وړ سندونه:
(‌أ) غوښتنلیک: یو بهرنی غوښتونکی یا عریضه کوونکی باید په انګلیسي ژبه یو غوښتنلیک ولیکي او سفارت ته یې راجع کړي او په هغه کې خپل (آ) اړین خدمتونه، (ب) پېژندنه یا شهرت (نوم، د پلار نوم، د زېږېدنې نېټه او ځای) ، (ج) اوسنۍ پته، او (د) د اړیکې شمېره ولیکي.
(‌ب) د غوښتنلیک فورمه: یو بهرنی غوښتونکی باید دا فورمه په لویو تورو بشپړه کړي.
(‌ج) د ګوتو نښې: د ټولو لسو ګوتو نښې باید د سفارت کارکوونکي په حضور، په ځانګړې فورمه کې واخېستل شي. د ګوتو د نښو فورمه له دې ځایه ښکته (ډانلود) کړئ.
(‌د) د پاسپورټ کاپي.
(‌ه) د افغانستان د ویزې او د کار د جواز کاپي.
(‌و) د ګمارنې یا استخدام د تړون یا مکتوب کاپي.
(‌ز) په ایتالیا کې د استوګنې د جواز کاپي.

۵. کړنلاره (طرزالعمل): کټ مټ هغه طرزالعمل ترسره کېږي، چې پورته د افغان اتباعو لپاره یاد شوې دي.