د سندونو تصدیق یا تائیدول

سفارت هغه سندونه، لکه د زده کړې دېپلومونه، نکاح خط، د مجردۍ سند، د زېږېدنې کارټ، د مړینې وثیقه او دا راز سوداګریز او نور سندونه تائید او تصدیق کوي. که چېرې یو سند په افغانستان کې صادر او د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي چارو د ریاست له خوا تائید شوی وي، په دې صورت کې سفارت په وړیا توګه یاد سند تائیدوي.
که چېرې یو سند په ایتالیا کې صادر شوی وي، وړاندې تر دې، چې یې سفارت تصدیق کړي، باید دایتالیا بهرنیو چارو وزرات یا اړوند چارواکي له خوا تصدیق شي. ټول د موټر چلولو داخلي جوازونه (چې په افغانستان کې صادر شوي وي)، د دې سفارت له لارې به د افغانستان کورنیو چارو وزارت ته د تائیدیدو لپاره واستول شي. هیله ده، په پام کې مو وي، چې په دې بهیر باندې وخت لګېږي.

  د لګښتونو اندازه په یورو: 

  •   نکاه خط 
  •  د مجردۍ وثیقه 
  •  تذکره                                     
  •  وکالت خط یا د میراث وثیقه 
  •  د زده کړې یا تحصیلی سندونه 
  • 50 یورو
  • 20 یورو
  • 10 یورو
  • 125 یورو
  • 5 یورو