د زېږېدنې کارټ یا وثیقه

په ایتالیا کې د افغانستان اسلامي جمهوریت سفارت دوه ډوله خدمتونه وړاندې کوي: (۱) د زېږېدنې کارټ یا وثیقې تصدیق (اصل او یا ژباړه یې)، (۲) د زېږېدنې کارټ یا وثیقی صادرول.

 د زېږېدنې کارټ یا وثیقه تصدیق

 سفارت لاندې موردونه تصدیقوي:

  •  د افغانستان هغه اتباع چې افغانستان کې زېږېدلي وي
    • سفارت د زېږېدنې د کارټ اصل یا د هغه ژباړه، چې په افغانستان کې د روغتونونو له خوا او یا د نفوسو د احوالو ثبتولو مرکزي ادارې لخوا تصدیق شوی وي، په دی شرط تصدیقوي، چې د زېږېدنې کارټ یا وثیقه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا تصدیق شوي وي. د سفارت له خوا دغه خدمتونه په وړیا ډول وړاندې کېږي.

  •  د افغانستان هغه اتباع چې افغانستان څخه د باندی زیږېدلي دي
    • سفارت لاندې سندونه تصدیقوي:
    (أ‌) د زېږېدنې د کارټ اصل یا ژباړه یې چې د ایتالیا له خوا صادر او تصدیق شوي وي. د دې خدمتونو لګښت ۱۵ معادل یورو دي.
    (ب‌) د زېږېدنې د کارټ اصل یا ژباړه یې، چې د یوه درېم ګړي هېواد له خوا صادر شوي وي او د هغه هېواد سفارت/ سفارت/ عالی کمیشنرۍ له خوا تصدیق شوي وي، چې غوښتونکی هلته زیږېدلی وي. د دې خدمتونو لګښت ۱۵ ډالره معادل یورو دي.
    (ج) د زېږېدنې د کارټ اصل یا ژباړه یې چې په یو درېم ګړي هېواد کې صادر شوي وي او د افغانستان له سفارت/ جنرال قونسلګري له خوا په همدغه هېواد کې، چې د زېږدنې کارټ په کې صادر شوی، تصدیق شي. د دې خدمتونو لګښت ۱۵ ډالره معادل یورو دي.

  •  د زېږېدنې کارټ یا وثیقې تصدیقول
    • مهرباني وکړئ د زېږېدنې کارټ یا وثیقې تصدیقولو لپاره لاندې مالومات او لارښوونې په ځیر ولولئ:
  • 1. لازم سندونه:
    ( آ ) غوښتنلیک/ عریضه، غوښتونکی باید د دې سفارت په پته یو غوښتنلیک ولیکي او د اړتیا وړ خدمتونه پکې ذکر کړي (لکه: د زېږېدنې د اصلي کارټ یا وثیقه لیک تصدیق، د زېږېدنې کارټ یا وثیقه لیک د ژباړې تصدیق یا دواړه سندونه) شخصي جزئیات، پته او د ټېلېفون شمېره.
    ( ب ) د زېږېدنې د کارټ یا وثیقه لیک اصل. د زېږېدنې د کارټ یا وثیقه لیک د ژباړې اصل
    ( ج ) د زېږېدنې د کارټ یا وثیقه لیک کاپي یا د هغه د ژباړې کاپي.
    ( د) د استوګنې د جواز کاپي، غوښتونکی باید په ایتالیا کې د خپل استوګنې (اقامت) د جواز یوه کاپي ځان سره ولري.

  •  د پړاونو بشپړول (طی مراحل)
    (أ‌) کله چې سفارت سندونه یا بسته د پوستي له لارې ترلاسه کړي، د یوې اونۍ په ترڅ کې ېې کاري پړاونه بشپړېږي، خو پدې شرط چې ټول لازم سندونه بشپړ وي.

 د زېږېدنې کارټ یا وثیقې صادرول


سفارت په استثنايي او ځانګړو موردونو کې د غوښتونکي د تذکرې یا پاسپورټ پر بنسټ، د زېږېدنې کارټ یا وثیقه لیک صادروي، پدی شرط، چې اصلیت ېې ثابت شوی وي. په دې صورت کې پورته یاد شوي لګښتونه او طرزالعملونه پلي کېږي