د ویزې د غوښتنلیک (عریضې) لارښود
د ویزې مالوماتي پاڼې ته ښه راغلاست. د روم په ښار کې د افغانستان د سفارت د ویزې څانګه هغو بهرنیو اتباعو ته د ویزې خدمتونه وړاندې کوي، چې افغانستان ته د سفر لېوال دي. په دې پاڼه کې تاسو کولای شئ د ویزې د ډولونو، د ویزې د غوښتنې او افغانستان ته د سفر د شرایطو په اړه مالومات ترلاسه کړئ. دا مهمه ده، چې د ویزې په ډولونو باندې غور وکړئ او ځان ډاډمن کړئ، چې تاسو د نظر وړ وېزې لپاره غوښتنلیک استوۍ. هیله ده لارښوونو ته پاملرنه وکړئ، فورمه په کره مالوماتو ډکه کړئ او له اړینو ضمیمو سره یې یوځای سفارت ته وسپارئ!
که تاسو کومې پوښتنې لرئ ، مهرباني وکړئ د لاندې شمېرو له لارې د ویزې څانګې سره اړیکه ونیسئ :
همدا راز تاسو کولای شئ په دې برېښنالیک پته: This email address is being protected from spambots. You need JavaScript enabled to view it. برېښنالیک راولېږئ او مونږ سره اړیکه ونېسئ.
زمونږ کاري وختونه: له دوشنبی تر جُمعی له سهار ۰۰: ۹ بجو څخه تر غرمی وروسته ۰۰: ۴ بجو پورې دي.
د ویزې غوښتنې لپاره اړین سندونه:
اړینه ده، چې ټولې لازمې فورمې په بشپړه توګه ډکې شي او ټول لازم سندونه وسپارل شي؛ د دې کار په ترسره کولو سره کولای شو د پړاونو په سر ته رسولو کې د وخت له ضایع کېدو نه مخنېوی وکړو.
• د ویزې غوښتیلیک فورمه – په ټایپي لیکنه بشپړه او لاسلیک کېږي. د ویزې غوښتنې فورمه کېدای شي له دې ځایه ښکته (ډانلوډ) او یا په انلاین ډول یاده فورمه په دې ځای کې ډکه شي.
• د غوښتونکي شخص پاسپورټ باید لږ تر لږه د شپږو میاشتو اعتبار ولري او تشې پاڼې هم ولري.
• هغه غوښتونکي وګړي، چې د کار یا سوداګرۍ په موخه سفر کوي، باید د اوسنیو یا اړوندو آمرینو او یا هم له نورو اړوندو ادارو له خوا داسې سندونه ولري، چې د هغوی د سفر موخه تصدیق کړي او دا راز د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د تائید یوه ورستنیزه شمېره ولري.
• د پاسپورټ په معیاري کچه برابر دوه عکسونه، چې د غوښتنلیک د پاڼې مشخص ځای کې لګول شوي وي (دواړه عکسونه باید یوشان، نوي، رنګه او شاوخوا ېې سپینې وي او نېغ په نېغه له مخ څخه اخېستل شوي وي او د شخص دواړه غوږونه په هغه کې د لېدو وړ وي).
د پاسپورټ د انځور په اړه لارښوونې لپاره دلته کلېک وکړئ.
• د غوښتونکي د ایتالیا هېواد د استوګنې جواز یا پېژندکارټ یوه کاپي او په ایتالیا کې د غوښتونکي د اوسنۍ پتې د تصدیقولو لپاره نور سندونه لکه د برېښنا او ګازو بل، د ښاروالۍ پاڼې او داسې نور.
• د ویزې د خدمتونو لګښت (لاندې د ویزې د لګښت جدول او پیسو ورکولو طریقې ته پاملرنه وکړئ).
• هغه غوښتونکي، چې غواړي د پوستې له لاری خپل پاسپورټونه ترلاسه کړي، باید یو چټک لیک پاکټ/ راجسټر شوی پاکټ چې راستنیزه پته پرې وي، وړاندې کړي.
• د سیاحتي ویزو لپاره نورو اضافي سندونو ته اړتیا ده، لکه: (د یو بلوونکي/سیاحتي شرکت لخوا بلنلیک، د تائید شوي پرواز ټکټ او د استوګنې لپاره د ځای نیول، د سفر بیمه، د سفر او په افغانستان کې د استوګنې مودې لپاره د پوره اندازه پیسو بانکي حساب پاڼه).
ټول بهرني اتباع کولای شي د افغانستان ویزه ترلاسه کړي، په استثنأ د لاندې حالتونو:
- • کله چې د افغان چارواکو له خوا افغانستان ته د یو شخص یا وګړي په راننوتلو باندې بندیز لګېدلی وي.
• کله چې یو وګړي د پخواني بندیز موده بشپړه کړې نه وي.
• د پاسپورټ په معیاري کچه برابر دوه عکسونه، چې د غوښتنلیک د پاڼی مشخص ځای کې لګول شوي وي (دواړه عکسونه باید یوشان، نوي، رنګه او شاوخوا ېې سپینې وي او نېغ په نېغه له مخ څخه اخېستل شوي وي او د شخص دواړه غوږونه په هغه کې د لېدو وړ وي).
• په هغه صورت کې چې یو وګړی د یوې ناڅرګنده مودې لپاره له افغانستان څخه ایستل شوی وي.
• په هغه صورت کې چې یو وګړی د امنیتي نظم یا مدني نظم په ګډوډولو تورن وي یا په اخلاقي فساد تورن وي او یا د افغانستان رایج کلتور ته درناوی ونکړي.
• په استثنايي برخو کې چې د افغانستان د سفارت او ډېپلوماتیکو نمایندګو چارواکي د منطقي دلایلو پر بنسټ مناسبه و نه ګڼي چې یوه شخص ته ویزه صادره کړي.
• په هغه صورت کې چې د یوې ساري ناروغۍ د پراخېدو ډار یا خطر وي.
• په هغه صورت کې چې اړوندو ادارو پرېکړه کړي وي، تر څو د ویزې غوښتنه و نه منل شي.
• د ویزې د اعتبار موده ( له یوې میاشتې تر ۳ میاشتو پورې) او افغانستان ته د ننوتلو شمېر د دوه اړخیز یا متقابل اصل او د افغانستان سفارت په بشپړ واک پورې تړاو لري. اړینه ده، یادونه وشي، چې ویزه د یوه حق په توګه نه ده او که وګړي د اړینو شرایطو درلودونکي ونه پېژندل شي او یا ملاتړیز سندونه ونلري، د ویزې صادرولو غوښتنه پرته له دې چې توضیحات ورکړل شي، مسترده او ځنډېدلی شي.
• هغه وګړي چې اصلیت یې افغان وي او بهرني پاسپورټونه لري، کولای شي د سفر جواز لیک لپاره غوښتنلیک ورکړي - په دې صورت کې ویزې ته اړتیا نشته ( البته په دې شرط، چې د یادو وګړو تذکرې لا هم د اعتبار وړ وي او د افغانستان تابعیت يې پرېښودلی نه وي.
د ویزې ډولونه
• د کار دخولي ویزه
• د یوځل ننوتلو (ورود) ویزه
• د یوځل ننوتلو سوداګریزه ویزه
• ډېپلوماتیکه ویزه - وړیا
ا ړین یادښتونه
- • د ناټو ټول تړون کوونکي مکلف دي، چې د یو کال کثیرالمسافرت ویزې په بدل کې د یو ځل لپاره د ۳۰۰ امریکايي ډالرو یو اضافي فیس معادل یورو تادیه یا ورکړي.
• د رسنیو پرسونل/ خبریالان مکلف دي، ترڅو د یو معرفي لیک په وړاندې کولو څرګنده کړي، چې افغانستان کې یې موخه څه ده، څومره موده تېروي او له کومو ځایونو نه غواړي لیدنه وکړي. (د رسنیو پرسونل باید د بهرنیو چارو وزارت عامه اطلاعاتو ریاست د مطبوعاتو له څانګې سره اړیکه ونیسي، چې د ملک اصغر څلورلارې، شاه محمود غازی واټ ، کابل – افغانستان کې موقعیت لري).
د راجسټر فورمې د راښکته کولو (ډانلوډ) یا په افغانستان کې د عامه اطلاعاتو ریاست په اړه د زیاتو مالوماتو ترلاسه کولو لپاره، دې تړوني (لینک) ته ورشئ: http://go.mfa.af/media-relations
• د رسمي لیدنو لپاره، مهرباني وکړئ خپل کارګمارونکي سره اړیکه ونیسئ، ترڅو په کابل کې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ته په جزئیاتو سره افغانستان ته ستاسو د سفر د موخې په اړه یو معرفی لیک ولیږي، چې وزارت به سفارت ته د وېزې صادرولو د تجویز لپاره یو لیک واستوي.
• د خپلوانو او دوستانو لېدلو لپاره مهرباني وکړئ یو معرفي لیک و لېږئ او څرګنده کړئ، چې له چا سره غواړئ لیدنه وکړئ.
• که ستاسو د سفر موخه سیاحت وي، مهرباني وکړئ په جزئیاتو سره د خپل سفر د ماهیت په اړه او هغه ځایونه چې لېدنې ته ېې لېولتیا لرئ ولېکئ.
• که چېرې د سفر موخه مو کار وي، ستاسو د کارګمارونکي او یا ستاسو د بلونکې ادارې له خوا داسې یو رسمي معرفي لیک ته اړتیا ده چې د سفر موخه او د استوګنې موده پکې ذکر شوې وي.
• هغه غوښتونکي یا عریضه کوونکي، چې د کار وېزې لپاره عریضه ورکوي، عمر یې باید له (۶۵) کلونو لږ وي او اړینه ده، چې د خپلې وېزې غوښتنلیک سره یوځای تحصیلي سندونه، په افغانستان کې د کارګمارونکي له خوا پېژند لیک او یا بلنلیک هم وړاندې کړي.
• د ویزې غوښتنې په بهیر کې کېدای شي مخامخ مرکه هم شامله وي.
د پیسو ورکولو (تادیه کولو) طریقې
ټول قونسلي لګښتونه په یورو د تادیې وړ دي او په بل هېڅ یوه پولي واحد نه منل کیږي.
قونسلي لګښتونه باید د بانکي رسید له لارې تادیه شي.
د اړوندو لګښتونو، بانکي لګښتونو او د اړتیا په صورت کې، د پوستي خدمتونو د لګښتونو په شمول، ټول تادیات چې سفارت ته ورکړل کېږي، باید د پیسو ټول ټال يا مجموعه پر خپل پوښښ کې ولري. د تادیې وړ پیسې باید د غوښتنلیک له فورمې سره یو ځای سفارت ته ورکړل شي. تادیات، د نغدو پیسو او شخصي چکونو له لارې په هیڅ صورت کې د منلو وړ نه دي. هیله ده په یاد مو وي، چې د بانک له لارې د پېسو لیږلو په صورت کې تائیدول وخت نیسي او کېدای شي د ویزې د پړاونو په بشپړولو کې د ځنډېدو لامل شي.
په حضوري ډول د ویزې غوښتنه (عریضه)
غوښتونکي کولای شي، چې په لاندې برخه کې له مخکې څخه د انټرنټ له لارې د وخت په نیولو سره، په حضوري ډول سفارت ته د کاري ساعتونو په لړ کې ورشي او د وېزې غوښتنلیک یا عریضه وړاندې کړي. کاري وختونه په لاندې ډول دي:
له دوشنبې څخه تر جُمعې پورې (پرته د رخصتیو له ورځو )، د سهار له ۰۰: ۹ بجو څخه د غرمې تر ۱۲:۰۰ بجو پورې. له غرمې وروسته وختونه د صادرشویو ویزو اخیستلو ته ځانګړي شوي دي. د ویزې څانګه له یادو شویو ساعتونو پرته، په شنبې او یکشنبې ورځو کې او همدا راز دایتالیا او افغانستان د نورو رسمي رخصتیو په ورځو کې تړلې وي.
د بشپړو شویو غوښتنلیکونو له ترلاسه کېدو وروسته، له غوښتونکو یا عریضه کوونکو څخه غوښتنه کیږي، چې په یوې ټاکلې ورځ او ساعت راشي او په پاسپورټو باندې لګول شوې ویزې ترلاسه کړي. هغوی چې په حضوري توګه غوښتنلیک ورکوي، ترڅو د پوستې له لارې ورته پاسپورټ و استول شي، په دې صورت کې اړینه ده، چې غوښتونکي یو چټک لیک پاکټ/ راجسټر شوی پاکټ چې راستنیزه پته پرې وي، وړاندی کړي.
سفارت د هغو سندونو د ورکېدو هیڅ ډول مسئولیت په غاړه نه اخلي، چې د راجسټر شوي پوست له لارې استول شوي نه وي.
غوښتونکي د خپلو سندونو بېرته ترلاسه کولو لپاره کولای شي یو راجسټر شوی پاکټ ضمیمه کړي، چې خپله پته یې پرې لیکل شوې وي.
د پړاونو بشپړولو وخت
وروسته تر هغې چې سفارت بشپړ شوی غوښتنلیک سره د اړینو سندونو او د لګښتونو پیسې یا تادیات ترلاسه کړي، په معمول ډول ویزه د ۱۰ نه تر ۱۵ کاري ورځو په لړ کې صادریږي.
هغه غوښتونکي چې د پوستې له لارې د ویزې لپاره غوښتنلیک یاعریضه ورکوي، دا موضوع باید په پام کې ونیسي، چې د هغوی راجسټر شوي سندونه، چې مونږ ته رارسیږي او بیا یې بېرته له زمونږ څخه ترلاسه کوي، څو کاري ورځې نیسي. پدې دلیل، له غوښتونکو څخه غواړو، چې د ویزې له ترلاسه کولو څخه مخکې د سفر تیاری و نه نیسي. سفارت ستاسو د ویزې په صادرېدو کې د ځنډ راتلو او د سفر پروګرام د بدلېدو په تړاو هېڅ مسئولیت نلري.
د اصلي سندونو بیرته سپارل
ټول هغه اصلي سندونه، چې د ویزې د غوښتنلیک یا عریضې د یوې برخې په توګه وړاندې کېږي، د لازمو پړاونو له تېرېدو وروسته، غوښتونکي ته بېرته ورکړل کیږي.