د تذکری تائید

د افغانستان اسلامي جمهوریت سفارت هغه بنسټ نه دی، چې د افغانستان د تابعیت تذکره تائید کړي. سفارت د نفوسو د احوالو ثبت عمومي ریاست سره د تذکرې د تائیدولو بهیر اسانوي.

 کړنلاره (طرزالعمل):  

  • (‌أ) کله چې سفارت د تائیدۍ لپاره ترلاسه کړي، په یوه اونۍ کې ېې پړاونه بشپړیږي او د نفوسو د احوالو ثبتولو عمومي ریاست ته استول کیږي.
    (‌ب) وروسته تر هغه چې د نفوسو د احوالو ثبتولو عمومي ریاست کې د سندونو کاري پړاونه بشپړ شي، سفارت به د تذکرې د تائیدېدو په اړه د برېښنالیک له لارې یوه خبرتیا ترلاسه کړي.
    (‌ج) وروسته تر هغه چې سفارت د نفوسو د احوالو ثبتولو عمومي ریاست څخه ځواب ترلاسه کړي، د دوه و کاري ورځو په ترڅ کې به تائیدۍ مکتوب له غوښتونکي سره د هغه پاکټ په کارولو شریکوي چې راستنیزه پته پري وي، او یا غوښتونکي ته د برېښنالیک یا ټېلفون له لاری خبر ورکوي.
    • هیله ده پام کې مو وي چې دا بهیر ډېر وخت نیسې او په منځني ډول غوښتونکی باید لږترلږه یوه میاشت انتظار وباسي. سفارت، د نفوسو د احوالو ثبتولو په عمومي ریاست کې د پړاونو په پرمخ بیولو هیڅ ډول څارنه او اغیز نشي لرلی.
    ډېر لږ داسې احتمال شته چې یوه تذکره د نفوسو د احوالو ثبتولو عمومي ریاست له خوا تائید نشي، چې په دې صورت کې غوښتونکی کولای شي د یوې غیابي تذکري لپاره غوښتنلیک وکړي. د غیابي تذکرې په تړاو د لا زیاتو مالوماتو لپاره مهرباني وکړئ د دې تړوني یا لینک له لارې اړوندې برخې ته ورشئ.