پاسپورټ

د پاسپورټ مالوماتي پاڼې ته ښه راغلاست. په ایتالیا کې د افغانستان اسلامی جمهوریت سفارت، د افغانستان اتباعو د نړیوالو سفرونو لپاره د پاسپورټ اړوند خدمتونه وړاندې کوي. په دې پاڼه کې به تاسو د ماشین لوستو پاسپورټونو، (هغه پاسپورټونه، چې د ماشین پواسطه د لوستلو وړ وي)، د شرایطو او د پاسپورټونو د غوښتنلیکونو فورمو په اړه مالومات ترلاسه کړئ. مونږ تاسو ته وړاندیز کوو، چې لارښوونو ته په پاملرنې، فورمې په سمو مالوماتو بشپړې یا ډکې کړئ او اړینو سندونو سره یې یو ځای سفارت ته بېرته ورکړئ. هیله ده په یاد مو وي، چې په ایتالیا کې د افغانستان په سفارت کې د بایومټریک ثبتولو او د نورو پړاونو بشپړولو لپاره د ټولو پاسپورټ غوښتونکو حضور الزامي او حتمي دی.
د پړاونو بشپړولو وخت یا موده
د سندونو له ترلاسه کولو وروسته یوه اونۍ یا له هغې زیاته که یوه عریضه پرته له ټولو اړینو سندونو وړاندې شي، نو تر هغه وخته به وځنډول شي، چې ټول سندونو ترلاسه شي.
د بېړني او اضطراري سفر په صورت کې امکان لري له غوښتونکو څخه د نورو (اضافي) مالوماتو غوښتنه وشي.
د غوښتنلیک د لېږلو موده، هغو پوستي خدمتونو پورې اړه لري، چې غوښتونکی یې غوره کوي.
اړین سندونه
د هویت تثبیت او د افغان تابعیت سند (تذکره)
ستاسو وروستی افغاني پاسپورټ
د پرمیسو سوجورنو کاپی
د پاسپورټ بشپړه شوې فورمه په دري یا پښټو او انګلیسي.
یو عکس چې د تېرو شپږو میاشتو په ترڅ کې اخېستل شوی وي او اندازه یې ۲× ۲ انچه وي.
د هغو افغانانو لپاره چې په ایتالیا یا نورو هېوادونو کې زېږېدلي وي، د زېږېدنې ثبت کارټ.
د پاسپورټ عریضې لګښت
د پاسپورټ لګښت ۱۲۰ یورو دی، چې باید د بانکي رسید په ډول وي.
د ورک شوي پاسپورټ لګښت ۲۴۰ یورو دي، چې باید د بانکي رسید په ډول په ایتالیا کې د افغانستان سفارت ته ورکړل شي.
د پاسپورټ عرضې لګښت د بېرته ستنېدو وړ نه دی.
 که ستاسو د پخواني پاسپورټ موده پای ته رسېدلی وي، لګښت د تادېې وړ دی.


 د افغاني پاسپورټ اخېستلو لپاره مهم ټکي

  • حضوري لېدنه: یو غوښتونکی یا عریضه کوونکی باید په حضوري توګه سفارت ته ورشي. د غوښتونکي په نشتون یا غیابت کې وي، نه منل کیږي.
    • غوښتنلیک: د غوښتنلیک فورمه باید په ډېر دقت سره په پښتو یا دري ژبو او همدا راز د انګلیسي ژبې په غټو تورو ‎(حروفو) ډکه شي. د نوم او تخلص املأ، د زېږېدنې نېټې (ورځ/ میاشت/ کال)، ونه، دنده او نورو ځانګړنو، او په ایتالیا کې د اوسنۍ دقیقې پتې لیکلو ته باید ځانکړې پاملرنه وشي. تاسو کولای شئ چې د غوښتنلیک فورمه له دې ځایه راښکته (ډانلوډ) کړئ.
    د پاسپورټ لګښت: د پاسپورټ لګښت۱۲۰ یورو دی، چې باید د بانکي رسید په بڼه وي، چې بانکي رسید په ایتالیا کې د افغانستان سفارت ته ورکړل کیږي. هیله کیږي د هر یو غوښتونکي لپاره په جلاتوګه یو بانکي رسید ورکړئ.
    د ورک شوي پاسپورټ لګښت ۱۲۰ یورو دی، چې باید د بانکي رسید په بڼه په ایتالیا کې د افغانستان سفارت ته ورکړل شي.
    • سفارت هیڅکله، په هر ډول شرایطو کې چې وي، نغدې پېسې نه مني.
    • د افغانستان تابعیت تذکره: غوښتونکي باید د غوښتنلیک سره یوځای، خپله اصلي تذکره سفارت ته وسپاري. که تذکره د بهرنیو چارو وزارت له خوا تائید شوې نه وي، یو نقل (کاپي) به ېې د تائید لپاره د افغانستان کورنیوچارو وزارت ته واستول شي. یو ماشین لوستی (د ماشین پواسطه د لوستو وړ) نوی پاسپورټ یوازې هغه وخت صادریږي، چې تذکره د کورنیو چارو وزارت له خوا تائید شوې وي. ټول هغه غوښتونکي چې تائید شوې تذکرې نلري، باید د غیابي تذکرو اخېستو لپاره غوښتنلیکونه ورکړي (د غیابی تذکرې په اړه د لا زیاتو مالوماتو لپاره، مهرباني وکړئ اړوندې برخې ته ورشئ). هغه تذکرې چې د شخص په غیاب کې د ۱۳۹۶ هـ ل کال له پیله صادرې شوي؛ خو په سفارت کې یې پړاونه بشپړ شوي نه وي (طی مراحل شوي نه وي)، د اعتبار وړ ندي.
    • انځور: د یو غوښتنلیک لپاره، د پاسپورټ معیاري اندازه، (× 4.5cm 4)، دوه نويو انځورونو ته اړتیا ده، چې ځمکه یا شا او خوا ېې سپينه وي.
    په لاس لیکل شوی پخوانی پاسپورټ: د پخواني یا زوړ پاسپورټ د شتون په صورت کې، غوښتونکی باید د نوي پاسپورټ دغوښتنلیک سپارلو په وخت کې په لاس لیکل شوی پخوانی یا تاریخ تېر شوی پاسپورټ سفارت ته وسپاري.
    ماشومان: که یو ماشوم په ایتالیا کې زېږېدلی وي، او وغواړي افغاني پاسپورټ لپاره غوښتنلیک ورکړي، مور او پلار ېې باید لاندې سندونه وړاندې کړي:
    (‌أ) د مور او پلار تذکرې، اصل یا کاپي. د تذکرې په تړاو پورته یادشوي اجراآت ترسره کېږي.
    (‌ب) د ماشوم د زېږېدو کارټ باید د پاسپورټ غوښتنلیک سره یوځای سفارت ته وسپارل شي. د زېږېدو په کارټ باید د مور او پلار نومونه لیکلي شوي وي.
    (‌ج) د مور او پلار نکاح خط د غوښتنلیک سره یوځای باید سفارت ته ورکړل شي
    نور سندونه: د افغانستان هغه اتباع چې د دوه ګوني تابعیت لرونکي وي، باید د خپل دویم تابعیت یوه کاپي وړاندې کړي. که تاسو په ایتالیا کې یوغیرایتالیایی استوګن یاست، مهرباني وکړئ هغه سندونه وړاندې کړئ چې په ایتالیا کې ستاسو استوګنه روښانه کوي، لکه پرمیسو سوجورنو، دآی دی کارټ کاپي، ستاسو د پتې مدرک، لکه د موټرچلولوجواز، د برېښنا بل او یا نور مدارک.
    مهم یادښتونه:
    • غوښتونکو ته سپارښتنه کیږي، چې غوښتنلیک نېغ په نېغه سفارت ته ورکړي، د ګرځندویه یا سیاحتي شرکتونو له خوا سفارت ته سپارل شوي غوښتنلیکونه، نه پروسس کېږي (پړاونه یې نه بشپړېږي) او غوښتونکي ته بېرته استول کیږي.
    • ځان ډاډمن کړئ چې د غوښتنلیک په پاڼه کې خپل نوم په دقیقه توګه، چې د لوستلو وړ وي، په پښتو یا دري ولیکئ