غیابي تذکره / پېژندپاڼه 

د افغانستان اسلامي جمهوریت سفارت هغه اداره نه ده، چې د افغانستان پېژندپاڼه یا تذکره صادره کړي. یوازې کېدای شي د غیابي تذکرې ترلاسه کولو د بهیر یوه برخه د دې سفارت له لارې پیل شي. د افغانستان یو تبعه، چې وغواړي تذکره واخلي، کولای شي، چې د سفارت له لارې یې د پلرني یوه نږدې خپلوان د تذکرې پر بنسټ، بهیر پیل کړي، لکه ( پلار، نیکه، ورور، تره، او د تره زوی ). غوښتونکی باید په دې وتوانېږي، چې په کابل کې د خپلې کورنۍ یو غړي یا ملګري ته دنده وسپاري ترڅو اړوندې چارې د ده په استازیتوب پرمخ یوسي.

ټول غوښتونکي باید لاندې لارښوونې او مالومات په ځېر سره ولولي او هغوی سره سم خپل غوښتنلیک وړاندې کړي:

  •  حضوري مراجعه: هر غوښتونکی باید په ټاکلې او تائید شوې نېټه او وخت، په حضوري توګه سفارت ته راشي او اړین سندونه تیار او چمتو له ځان سره ولري.
  • - اړین سندونه:
    (‌أ) د غوښتنلیک فورمه: غوښتونکی باید د غوښتنلیک یوه فورمه، چې په دې ځای کې تر لاسه کېدای شي، ډکه کړي. د یوه استازي یا د کورنۍ د یوه غړي نوم باید په فورمه کې ولیکل شي، چې نوموړی به یاد بهیر د غوښتونکي له خوا د نفوسو د احوالو ثبتولو په عمومي ریاست کې پر مخ وړي.
    (‌ب) د پلرني خپلوانو تذکره: غوښتونکی باید د خپل پلرني یا نسبي خپل، لکه (پلار، نیکه، ورور، تره، او تره زوی )، د تذکرې یوه کاپي ولري.
    (‌ج) انځور: د (4×4.5 cm) په اندازه شپږ نوي عکسونه چې شا اوخوا یې سپينه وي (دوه انځورونه په سفارت کې په کار دي او څلور انځورونه کابل ته له سندونو سره یو ځای استول کېږي).
    (‌د) ایتالیا کې د استوګنې د جواز کاپي.
    (‌ه) د هویت یا پېژندې تصدیقولو فورمه: دا فورمه د قونسلګرۍ کارکوونکو له خوا ډکیږي او غوښتونکی مسئولیت لري، چې د خپلې ګوتې لګولو یا لاسلیک څخه مخکې ډاډ تر لاسه کړي، چې ډک شوي مالومات ټول دقیق دي، ځکه چې بیا وروسته نشي بدلېدلی.
    (‌و) یو راجسټر شوی پاکټ لیک چې پیسې یې ورکړل (تادیه) شوې وي.

  • . کړنلاره (طرزالعمل): د لېدنې په ټاکلې نېټه او وخت، غوښتونکي سره مرکه ترسره کیږي او بشپړه شوې او لاسلیک شوې فورمه سفارت ته سپارل کیږي. او د سفارت له خوا د سندونو یوه کڅوړه چمتو کیږي. په نوموړې کڅوړه کې به د سفارت له خوا د نفوسو د احوالو ثبتولو عمومي ریاست په پته یو رسمي لیک هم شامل شي. سفارت د سندونو د کڅوړې سکن شوې کاپي د نفوسو د احوالو ثبتولو عمومي ریاست ته استوي. اصلي سندونه د هغه راجسټر شوي پاکټ پواسطه د غوښتونکي په پته استول کېږي چې د نوموړي له خوا پرې راستنیزه پته لیکل شوې وي. غوښتونکی باید د څیړنی او نورو پړاونو د بشپړولو لپاره، د سندونو اصلی کڅوړه په افغانستان کې خپل استازي یا خپلوان ته، (چې د غوښتنلیک په فورمه کې ېې د هغه جزئیات ذکر کړي دي) واستوي. له دې پړاو څخه وروسته، دوسیه په سفارت کې تړل کیږي او نورو تعقیبولو ته اړتیا نلري. که غوښتونکی ټولې چارې سر ته ورسوي او د نفوسو د احوالو ثبتولو عمومي ریاست له خوا د تذکرې د ورکولو مستحق وبلل شي، یاده اداره هغه ته په غیابی توګه تذکره صادروي. د غوښتونکي استازی یا خپلوان، چې په غوښتنلیک کې یې یادونه شوې ده، کولای شي د نفوسو د احوالو ثبتولو له عمومي ریاست څخه اصلي تذکره ترلاسه کړي (له سفارت څخه یې نه ترلاسه کوي). کله چې تذکره صادره شي، د نفوسو د احوالو ثبتولو عمومي ریاست به اړوند صادر شوی مکتوب غوښتونکي ته سپاري او یو نقل یا کاپي یې سفارت ته استوي. هرکله چې د دې تذکرې درلودونکی، له سفارت څخه نورو خدمتونه ته اړتیا ولري، لازمه ده، دا سند سفارت ته وړاندې شي.
    • هیله ده په پام کې مو وي، چې دا بهیر وخت نیسي او اړتیا ده، چې انتظار و ایستل شي او په دې پورې اړه لري، چې د غوښتونکي استازی یا خپلوان یې د نفوسو د احوالو ثبتولو عمومي ریاست کې تعقیب کړي. سفارت د نفوسو د احوالو ثبتولو په عمومي ریاست باندې هیڅ ډول څارنه او اغیز نشي لرلی.
    هیله ده ځان ډاډمن کړئ، چې د ټولو اړینو سندونو کاپي له ځان سره لرئ، ځکه چې سفارت نشي کولای خپلو مراجعینو ته د چاپ او فوتوکاپۍ خدمتونه وړاندې کړي.