په کابل کې د بهرنيو چارو وزارت په دروازه کې د چاودنې له امله په روم – ايټاليا کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د سفارت د خواشينۍ پيغام
په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د افغانستان اسلامي جمهوريت (ا.ا.ج.) د بهرنيو چارو وزارت يو شمېر تجربه لرونکي او مسلکي همکاران چې په تيرو دوو لسيزو راهيسې د بهرنيو چارو وزارت په مرکزی شعباتو او په بهر کې د افغانستان د سياسی او قونسلی په نمايندګيو خلکو ته خدمت وړاندی کړی وو، د ۱۴۰۱ کال د مرغومې د مياشتې په ۲۱ مه نيټه په کابل ښار کې د بهرنيو چارو د وزارت په دروازه کې د ځانمرګي بريد په پايله کې شهيد او ټپی شول.
إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَیْهِ رَاجِعُونَ
په روم – ايټاليا کې د افغانستان ا.ج. سفارت او نمايندګۍ، د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت پر کارکوونکو دغه بزدلانه بريد په کلکه غندی او د نوموړی پيښې شهيدانو ته جنت الفردوس او د مجروحينو ته عاجل شفا غوښتونکې دي.
د پرون ورځې بريد د افغانستان خلکو او په ځانګړې توګه د هيواد د کدرونو او د بهرنيو چارو وزارت په ګډون د مختلفو مهمو بنسټونو کارپوهان پر وړاندی د تيرو دوو لسيزو د ځانمرګو بريدونو دوام بلل کيږی او د کابل د غيرقانونی واکمنې ادارې د بې غورۍ څرګندونه کوي.
په روم – ايټاليا کې د افغانستان ا.ج. سفارت او نمايندګۍ، د خپلواکو نړيوالو بنسټونو څخه د جدي او بی طرفه څېړنې غوښتنه کوی او همداراز په ايتاليا کې له دولتي او غير دولتي ادارو، د مېشتو نړيوالو موسسو او د افغانانو ټولنې څخه غوښتنه کوو چې د قربانيانو له کورنيو سره د يو بل په همغږۍ لازمی مرستي وکړي.
Tuesday, 3 January 2023 سه شنبه ۱۳ جدی ۱۴۰۱
خبرتيا
په روم کې د افغانستان اسلامی جمهوريت سفارت ټولو درنو مراجعينو ته په درنښت خبر ورکول کيږي چې سفارت او قونسلی څانګه به يې د جمعې ورځ د روان ۱۴۰۱ کال، د مرغومي پر ۱۶ مه نېته، د کور به هيواد د عمومی رخصتی په مناسبت، تړلی وي. د سفارت او قونسلی څانګه رسميات بيرته د دوشنبې ورځ، د مرغومي پر ۱۹ مه نېټه، پيل کيږي، درنو مراجعينو خبر ووسي.
په روم، ايتاليا کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت سفارت او نمايندګۍ د څو معتبرو راپورونو لکه د پاکستان د بشری حقونو د ملی کميسيون د دې مياشتې د راپور او د افغان کډوالو د دفاع شورا پر بنسټ د پاکستان د کراچۍ په «بخشي خانه» زندان کې د افغان کډوالو په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو د وضعيت په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګندوي. د دغو افغان مهاجرينو نيول د ملګرو ملتونو د ۱۹۵۱ کال د مهاجرينو له کنوانسيون څخه سخته سرغړاوی بلل کيږي، ځکه د افغانستان اوسني ناوړه وضعيت ته په کتو سره، د دغه کنوانسيون غړي هيوادونه نه شي کولای هغه مهاجرين توقيف کری چې په غير قانوني توګه بل هيواد ته داخليږي او ژوند ته يې جدي خطر وي. همدارنګه، د UNHCR د لارښوونو سره سم، ماشومان بايد پرته له دې چې د مور او پلار قانوني کډوالۍ حقوقی وضعيت څه دی، توقيف نشي.
په روم کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت سفارت او نمايندګی يو ځل بيا په ټينګار سره دا ډول د ماشومانو توقيف کول له بشری حقونو څخه ښکاره سرغړونه بولی او د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ څخه غوښتنه کېږي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو او ماشومانو د وضعيت په اړه ځانګړې پاملرنه وکړی او د دوی وضعيت په اره ژر تر ژره لازم اقدامات وشی.
سه شنبه، ۲۹ قوس ۱۴۰۱ Tuesday, December 20th 2022
خبرتيا
په روم کې د افغانستان اسلامی جمهوريت ټولو درنو مراجعينو ته په درنښت خبر ورکوي چې سفارت او قونسلي څانګه يې د دوشنبې ورځ د روان ۲۰۲۲ م کال د دسامبر له ۲۶ مه نيټې څخه تر جمعې ورځ، د دسامبر تر۳۰ مه نيټې پورې، د کور به هيواد نوی ۲۰۲۳ ميلادی کال د رخصتی په مناسبت، تړلی وي. د سفارت او قونسلی څانګې رسميات بيرته د دوشنبې ورځ، د جنوری په ۲، ۲۰۲۳ تاريخ پيل کيږي؛ درنو مراجعينو خبر ووسي
Tuesday, 6 December 2022 سه شنبه ۱۵ قوس ۱۴۰۱
خبرتيا
په روم کې د افغانستان اسلامی جمهوريت سفارت ټولو درنو مراجعينو ته په درنښت خبر ورکول کيږي چې سفارت او قونسلی څانګه به يې د پنجشنبې ورځ د روان ۱۴۰۱ کال، د ليندی پر ۱۷ مه نېته، د کور به هيواد د عمومی رخصتی په مناسبت، تعطيل وي. د سفارت او قونسلی څانګه رسميات بيرته د جمعې ورځ، د ليندی پر ۱۸ مه نېټه، پيل کيږي، درنو مراجعينو خبر ووسي.